دوشنبه, ۲۵ ربیع الثانی ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۱۰/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
کفر یو امت او زموږ پر وړاندې یو لاس دي؛ نو زموږ امت به کله د دوی پر وړاندې یو لاس شي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
کفر یو امت او زموږ پر وړاندې یو لاس دي؛ نو زموږ امت به کله د دوی پر وړاندې یو لاس شي؟

(ژباړه)

خبر:

د امریکا ولسمشر، جو بایډن وویل: "د یحیی سنوار په وژلو سره عدالت تامین شو او موږ د یوه غوره راتلونکي په لټه کې یو، چې په غزه کې به د حماس شتون او د ایران لاسوهنه نه وي." 

له بلې خوا د جرمني لومړی وزیر اولاف شولټز چې په برلین کې يې د بایډن ترڅنګ خبرې کولې څرګنده کړه چې دی د یوې سیاسي لارې پلوي کوي چې د دوو هېوادونو حل ته ورسیږي. شولټز زیاته کړه چې د اسراییلي رژیم په شمال کې میشت وګړي او د لبنان خلک حق لري چې په امنیت کې ژوند وکړي. (معا خبري اژانس).

تبصره:

هغه خوښي چې د یهودو، امریکا، جرمني او نورو کفري هیوادونو مشرانو څرګنده کړه، دا حقیقت څرګندوي چې د غزې جګړه د ماشومانو، ښځو، بوډاګانو او مجاهدینو په وینو ثبت شوې ده. دا هغه جګړه ده چې استعماري غرب په اسلامي خاورو کې د یهودي رژیم په توګه د خپلو وسیلو، اډو او لومړۍ کرښې په وسیله د اسلامي امت پر وړاندې پیل کړې ده. د غزې اتلان، چې د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره یې خپلې غوره هڅې کړې دي، د دې جګړې په اور کې سوځي. 

هغه خوښي چې د کفارو مشران د مسلمانانو له چيغو او غمونو څخه اخلي، د دوی اصلي څېره بربنډوي. له جګړې وروسته د بیا رغونې او د دوو دولتونو حللارې غوښتنه یوازې د غنیمتونو د ویش هڅه ده، تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې یهودي رژیم په سپېڅلي فلسطین کې په امن، پر ځان باور او د ثبات حالت کې پاتې شي او هیبت ولري. 

غرب د امریکا په رهبرۍ زموږ پر وړاندې په دې جګړه کې متحد شوی دی. سره له دې چې کله ناکله سطحي اختلافات ښکاري، دغه اختلافات اساسي او بنسټیز نه، بلکې ظاهري دي او فرعي بڼه لري. دوی ټول د دې لپاره په توافق کې دي چې هر هغه څه له منځه یوسي چې د یهودو امنیت ګواښي، ان که دا تر وروستي جنګیالي پورې وي او دوی ټول د یهودو د ګټو او غوښتنو د پوره کولو لپاره هڅه کوي، چې د دوی بندیان بیرته راستانه کړي، د مقاومت نظامي جوړښت له منځه یوسي او د یهودي رژیم امنیت تامین کړي. 

دغه موضوع (د کفارو اتحاد د اسلامي امت پر وړاندې او د فلسطین روان ناورين) باید ټول مخلص خلک دې ته اړ کړي چې د پیښو او ننګونو په کچه ځانونه لوړ کړي؛ هغه کچه چې اسلامي امت ته اجازه ورکوي چې د خپلواکۍ، استکبار او تجاوز پر وړاندې چې په فلسطین کې یې د دوی پر اولادونو کوي، ودریږي. 

د اسلامي امت هر غړی باید د غزې پر وړاندې تجاوز د ځان پر وړاندې تجاوز وګڼي او د دغه تجاوز مقابله هېڅ بله لار نه لري؛ پرته له دې چې اسلامي امت په یووالي سره د دښمن پر وړاندې خپل مکلفیت او رول ترسره کړي. د دې لپاره اړتیا ده چې له خپل مسیر څخه هغه خاین حکام لرې کړو، چې موږ یې دښمن ته سپارلي او زموږ ځواکونه یې د دفاع له لارې راګرځولي دي.

ليکوال: انجنیر صلاح

د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

۱۴۴۶ هـ.ق کال، د ربیع الثاني ۱۸مه

۲۰۲۴م کال، د اکټوبر ۲۰مه

ژباړن: اسرار تکل

Last modified onچهارشنبه, 23 اکتوبر 2024

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې